اطلاعیه بستهای کادری پوهنتون تعلیم و تربیه کابل!
Publish Date
Closing Date
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادري بستونو خبرتیا!
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال لپاره د دوکتور، ماسټر او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
ښوونیزو او تربیتي علومو پوهنځی:
۱- د ښوونیز مدیریت څانګې، (١) بست، څلورم ځل، نارینه، تحصیلي کچه: دوکتور، ماسټر او لېسانس.
د نوم لیکلو نېټه:١٣/٩/١٤٠٣ څخه تر ٢٣/٩/١٤٠٣ ه.ش نېټې پورې.
ارواپوهنې پوهنځی:
١- د عمومي ارواپوهنې څانګې، (١) بست، درېیم ځل، نارینه، تحصیلي کچه: دوکتور، ماسټر او لېسانس.
د نوم لیکلو نېټه:١٣/٩/١٤٠٣ څخه تر ٢٣/٩/١٤٠٣ ه.ش نېټې پورې
داوطلبان کولای شي، چې د تعین شوې نېټې په جریان کې د همدې علمي کادري بستونو لپاره خپلې ګډون پاڼې له خپل اصل ترانسکرېپټ د یاد پوهنتون له ویب پاڼې څخه د همدې اعلان کاپي او خپلې پېژندپاڼې کاپي سره د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو همغږۍ څانګې ته وسپاري.