کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام د دویم ظرفیت د نوم لیکنې او درسونو د پیل خبرتیا !

keu_admin
1223

 
ټولو هغو محصلینو ته چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٣ کال د ریاضي، دري او پښتو ادبیاتو، رهبري او ښوونیز مدیریت،  ښوونې او روزنې او ټولنپوهنې د ماسټرۍ پروګرامونو دویم ظرفیت ته بریالي شوي، خبر ورکول کیږي چې د نومليکنې لپاره دې د ٢٢/٧/١٤٠٣ نېټې څخه تر ٢٩/٧/١٤٠٣ هـ.ش نېټې پورې د یاد پوهنتون د ماسټرۍ برنامو آمریت ته مراجعه وکړي.

نوټ: د ماسټرۍ برنامو نوي سمسټر درسونه وروسته له نوملیکنې سره سم پیلیږي.

نوټ١: ټول محصلین دې د نوملیکنې په وخت کې د ډیپلوم رنګه کاپي، ترانسکریپت رنګه کاپي، تذکرې رنګه کاپي او یو قطعه انځور له ځان سره ولري.