کابل ښوونې او روزنې، بامیان، کندز او پروان پوهنتونونو کادري بستونو د بین‌المللي ژبې ازموینې خبرتیا!

keu_admin
755

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دري ژبې او ادبیاتو، انګلیسي ژبې او ادبیاتو، فزیک او ښوونیز مدیریت څانګو(نارینه)، بامیان پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې(نارینه)، کندز پوهنتون د تاریخ او جغرافیې څانګو(نارینه) او پروان پوهنتون د پیداګوژی او د ارواپوهنې مسلکي تعلیماتو څانګې(نارینه) د کادري بستونو هغو نوماندانو ته چې له مخکې یې یادو کادري بستونو ته نوم لیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د بین‌المللي ژبې ازموینه د سې شنبې ورځ د ١٧/٧/١٤٠٣ ه.ش چې د ٤/٤/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د سهار (٨:٤٥) بجو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ای-سي-تي)مرکز کې اخیستل کېږي. 

نوټ: د ازموینې په ورځ د نوماندانو د دقیقې پېژندنې لپاره د اصلي پېژندپاڼې او یا هم پاسپورت درلودل اړین دي.

نوټ: د بین‌المللي ژبې کامیاب شویو نوماندانو تخصصي ازموینه د  چهارشنبې ورځ  ١٨/٧/١٤٠٣ چې له ٥/٤/١٤٤٦ ه.ق  نېټې سره سمون لری د سهار په (٩)بجو اخیستل کیږي.

Latest announcements

Sat, Oct 11 2025 2:55 PM
Background image

Announsment!

 

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتونو او همغږی آمریت د لوړو زده کړو وزارت د انسجام ریاست په همغږۍ د "ځوان نسل فکری روزنې" ترسرلیک لاندې د محصلینو . . .

Sat, Aug 23 2025 8:48 AM
Background image
Sun, May 18 2025 1:31 PM
Background image

Kabul Education University Announcement!


All students of Kabul Education University are hereby informed that the Student Services Coordination Directorate, in order to enhance students' capacity, is organizing the following . . .

Back to announcements