کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس او د پولیسو اکاډمی قومندان ترمنځ غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Thu, Oct 03 2024 1:47 PM
123

پنجشنبې ورځ د ١١/٧/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٣٠/٣/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي" او د پولیسو اکاډمی قومندان ښاغلي الحاج مولوي عبدالحکیم "همت"  ترمنځ د دوه اړخیزو ګډو همکاریو په پار غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

 لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" له ښاغلي الحاج مولوي عبدالحکیم "همت" څخه د یادې ناستې په پار منندویي وکړه.
زیاته یې کړه: دا چې زمونږ مسؤولیت په اکاډمیکو ځایونو کې د هېواد بچیو روزل دي او په دې برخه کې باید د محصلینو ښې روزنې لپاره زیاد خدمات ترسره شي، غواړو چې د پولیسو اکاډمی سره دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک ولرو.
ښاغلي “هاشمي”  د خبرو په داوم کې د دواړو خواوو ترمنځ د ښو روابطو، دواړو خواوو د ستونزو حل، علمي همکاریو او د محصلینو پرمختګ او ښې روزنې لپاره د خدماتو ترسره کولو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

د غونډې په جریان کې د دواړو خواوو ترمنځ د ښو روابطو، ګډو علمي همکاریو، او د دوه اړخیزه علمي همکاریو هوکړه لیک په امضاء کولو بحث او خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده چې نږدې راتلوونکي کې به دې دواړو خواوو ترمنځ د دوه اړخیزو ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شي.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

Tue, Sep 02 2025 11:07 AM
Background image

Meeting of the Curriculum Committee of Kabul Education University Held

On Tuesday, 9/3/1447QA, corresponding to 11/6/1404 SH, a meeting of the Curriculum Committee of Kabul Education University was convened, during which the academic curriculum for the. . .

Tue, Sep 02 2025 9:40 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS