د مالي او اداري چارو معاونیت بشري سرچینیو آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري بستونو ازموینه واخېستل شوه!

keu_admin
Wed, Sep 18 2024 3:30 PM
1234

د مالي او اداري چارو معاونیت د بشري سرچینیو آمریت لخوا د کابل ښوونې او روزنې د اداري بستونو ازموینې اخیستلو بهیر د چهارشنبې ورځ ١٥/٣/۱۴۴۶ هــ.ق. چې له ٢٨/٦/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي"، معاونینو، اداري آمرینو او بشري سرچینیو آمریت مسؤولینو په حضور کې واخېستل شوه. 

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د دې پروسې په ترسره کېدو یې خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: زمونږ هېواد او ټولنه په دې وخت کې مسلکي او متعهد کارمندانو ته ډېره اړتیا لري او ټولو نوماندانو ته یې د په دندو کې د صداقت او ایماندارۍ اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې، همدارنګه یې د ازموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین اړوند ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنګه یې وویل: په پوهنتونونو کې د مسلکي کارمندانو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې د نوماندانو په حضور کې د ازموینې سوالونه د پوهنتون د ازموینو کمېټې لخوا جور شول او وروسته ازموینه په ارامه او ډاډمنه فضا کې پای ته ورسېده.
 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS