کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د اسلامي علومو پوهنځي د ثقافت څانګې نویو ګمارل شویو استادانو سره غونډه ترسره کړه!

keu_admin
Wed, Sep 04 2024 8:23 AM
4255

سې شنبې ورځ د ١٣/٦/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٣٠/٢/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اسلامي علومو پوهنځی د ثقافت څانګې نویو ګمارل شویو استادانو سره غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، اسلامي علومو پوهنځي معاون او ثقافت څانګې استادانو په ګډون پیل شوه.

 لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه له استادانو سره د ښې پېژندنې او ښو درسي میتیودونو عملي کولو او په سمه توګه د مسؤولیتونو   مخته وړلو په پار نیول شوې.
زیاته یې کړه: محترمو استادانو تاسو د نظام یو مهمه برخه یاست او د ثقافت مضمون محصلینو لپاره خورا اړین او مهم مضمون ده، د محصلینو روزل او تربیه ستاسو په لاس کې ده او د ښې روزنې راتلوونکۍ روښانه وي، خپلو مسؤولیتونو ته متوجه شئ او د پوهنتون اصولو او قوانینو ته په کتو خپلې تدریسي چارې پر مخ یوسئ.
ښاغلي “هاشمي”  د اسلامي ثقافت نویو ګمارل شویو استادانو ته د نوي تدریسي میتیودونو مخته وړلو، په کارونو کې صداقت، محصلینو سره ښه سلوک او رفتار او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او پشنهادونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS