کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پي-دي-سي تالار کې استادانو ته "په تحصیلي بنسټونو کې د علمي تحقیقاتو لړۍ" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو!

keu_admin
Tue, Aug 06 2024 4:44 PM
1545
سې شنبې ورځ ٣٠/١/١٤٤٦ هــ ق چې له ١٦/٥/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د تحقیقاتو او مجلو معاونیت لخوا د استادانو مسلکي انکشاف آمریت په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پي-دي-سي تالار کې استادانو ته "په تحصیلي بنسټونو کې د علمي تحقیقاتو لړۍ" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي دوه ورځنی ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، پي-دي-سي آمر، مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.
ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو خوښي څرګنده کړه، او په ټولنه کې یې د استادانو ارزښت اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: استادان د ټولنې یو مهمه برخه ده او استادان باید په مختلفو برخو کې تحقیق وکړي او د خپلو تحقیقاتو نتایج له پوهنتون سره شریک کړي ترڅو محصلین له یادو تحقیقاتو پوره ګټه واخلي، همدارنګه یې استادانو ته د نویو میتیودونو مخته وړلو، خپلو رشتو مطابق د لا زیاتو تحقیقاتو ترسره کولو، تدریسي چارو څخه مخکې د پوره چمتووالي او د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.
په پای کې د ښاغليو استادانو پوهنمل مجیب"احمدزي" او پوهنیار مسیح الله "صافی" لخوا ورکشاپ رسماً پیل شو چې درې ورځې به دوام ولري.

 

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS