کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د والیبال سیالیو پرانېست غونډه تر سره شوه!

keu_admin
Sat, Jul 06 2024 10:39 AM
7755
سې شنبې ورځ د ٢٥/١٢/١٤٤٥ هـ.ق. چې له ١٢/٤/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداراي آمرینو، کارمندانو او محصلینو په ګډون د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د والیبال سیالو غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په جمنازیوم کې پیل شوې.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي قاضي عبدالعزیز “عزیزي” د غونډې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیالیو اړوند وویل: یادې سیالۍ به د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نه ګوني پوهنځیو او اداري کارمندانو ترمنځ چې لس(١٠) ټيمه ګډون لري په یوه آرامه او ډاډمنه فضا کې ترسره شي.
همدارنګه، نوموړي په خپلو خبرو کې له ټولو لوبغاړو وغوښتل چې د سیالۍ په لړۍ کې اخلاقي، اسلامي او ورزشي اصول رعایت کړي ترڅو لوبې په ښه او ارامه فضا کې ترسره شي.
د غونډې په جریان کې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" د ورزش اهمیت اړوند خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې هیله مند یم یادې سیالۍ د سولې او ورور ولۍ په فضا کې پای ته ورسیږي، زیاته یې کړه: کوښښ کوو چې په نورو برخو کې هم داسې تورنمټونه برابر کړو.
د یادونې وړ ده چې روان کال د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون والیبال سیالیو کې لس ټیمه ګډون لري.
په آخر کې د دعایې له وروسته د ټولنیزو علومو او تربیتي او مسلکي علومو پوهنځیو ترمنځ او اداري کارمندانو او اسلامي علومو پوهنځي ترمنځ د ټیمونو ترمنځ یادې سیالۍ رسماً پیل شوې.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS