کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته "فکري جګړه او د فکري جګړې وسایلو" ترسرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو!

keu_admin
Wed, May 29 2024 3:33 PM
455
چهارشنبې ورځ د ٢١/١١/١٤٤٥ ه.ق چې له ٩/٣/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون فرهنګې کمېټې لخوا د دعوت او ارشاد او اسلامي ثقافت آمریتونو په همغږۍ، محصلینو ته د "فکري جګړې او د فکري جګړې وسایلو" تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې کړ.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، راغلي مېلمه شیخ عبدالرحمن "آخندزاده"، پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، اداري آمرینو او محصلینو ګډون درلود.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له مسؤولینو څخه چې یاد سیمینار ته یې زمینه برابره کړې، منندویې وکړه، او د فکري جګړې شروع، په فکري جګړې کې کفار له کومو وسایلو ګټه اخلي، ولې کفارو فکري جګړه شروع کړې او له فکري جګړې څخه د ځوانانو ساتلو اړوند ګډوونکونکو سره اړین معلومات شریک کړل.
وروسته، راغلي مېلمه ښاغلي عبدالرحمن"آخندزاده" د فکري جګړې او د فکري جګړې منځته راتلو اهداف او وسایلو اړوند اړین معلومات له محصلینو سره شریک کړل.
همدارنګه، د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ عبدالاحد جواد "غزنوي" د کفارو لخوا په فزیکي جګړې کې ماتې خوړلو او فکري جګړې شروع کولو اړوند هر اړخیزي خبرې وکړې.
یاد سیمینار د اسلامي ثقافت استادانو، ښاغلي پوهندوی محمد یاسین "فاضل" او ښاغلي پوهنمل عبدالله "حقاني" لخوا وړاندې شو.

 

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS