کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Sat, Apr 27 2024 10:15 AM
vghhg
دوشنبې ورځ د 3/2/1403 ه.ش چې له 13/10/1445 ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ارزونې اړوند خوښي څرګنده کړه او د علمي شورا غړو ته یې د یاد ویاړ مبارکي ورکړه.
وروسته، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مالي او اداري چارو او محصلانو چارو معاونینو د خپلو معاونیتونو او اړونده آمریتونو د ١٤٠٢ کال د څلورمې ربعې د فعالیتونو او لاسته راوړنو ګزارش علمي شورا غړو ته وړاندې کړ.
همدارنګه د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو:
د ١٤٠٣ کال نوي سمسټر پیل، هغه استادان چې بهر له هېواد زده کړې کوي، د پوهنتون په سطحه د اصلي کمېټو غړو تأییدي ، د ١٤٠٢ کال متقاعدینو تمدید، د پوهنتون استراتیژیک پلان اړوند د ١٤٠٣ کال عملیاتي پلان تأییدي او د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو اړوند بحث او خبرې وشوې، چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS