کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کیفیت لوړاوي "درېیمې مرحلې سند حفظ" اعتبار تر لاسه کړ!

yasin
Sun, Apr 14 2024 10:19 AM
444

یکشنبې ورځ د ٢٨/٩/۱۴۴۵ هـــ.ق. چې له ١٩/١/١٤٠٣ نېټې سره سمون لري د تضمین کیفیت لوړاوي په پار د افغانستان هغو معتبرو دولتي او خصوصي پوهنتونونو په ګډون چې د ١٤٠٢ کال کیفیت لوړاوي مرحلې یې بشپړې کړې وې، د کابل پوهنتون د قتیبة بن سعید بغلاني رحمه الله په تالار کې د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین، لوړو زده کړو وزارت کیفیت لوړاوي رئیس، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس او د دولتي او خصوصي پوهنتونونو رئیسانو په ګډون ستاینغونډه ترسره شوه.

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون چې د تضمین کیفیت پروسې په پار په اصولو او معیاراتو سره سم خپل ځان برابر کړئ وو او ١٤٠٢ کال کې یې د تضمین لوړاوي ټول معیارات یې پوره کړي وو د افغانستان خصوصي او دولتي پوهنتونونو څخه یو معتبر پوهنتون شو چې د درېیمې مرحلې د سندونو ساتلو پروسه کې یې لوړې نمرې واخیستې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلی شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" پوهنتون معاونین، کیفیت لوړواي آمر او د پوهنتون ټول کارکوونکي تل کوښښ کوي چې د پوهنتون کیفیت لوړاوي لپاره تل زیار او زحمت وباسي او خپلو دندو کې په روان کال هم زیار او کوښښ وکړي.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس صاحب، معاونین صاحبانو او پوهنتون ټولو منسوبینو ته دې یاد ویاړ مبارک وي.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS