کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري برخو کارمندانو ته له "اداري فساد سره د مبارزې" یو ورځنی ورکشاپ دایر شو!
چهارشنبې ورځ د 23/12/1402 ه.ش چې له 3/9/1445 ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري برخو کارمندانو ته له "اداري فساد سره د مبارزې" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مالي او اداري چارو او محصلانو چارو معاونینو، اداري آمرینو او کارمندانو په ګډون پیل شو.
ورکشاپ غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي "زبیر" غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورکشاپ په دایرېدو خوښي څرګنده کړه او ګډوونکوونکو ته یې د اداري فساد سره د مبارزې موضوع اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.
وروسته، د مسؤولینو لخوا ګډووکونکو سره له "اداري فساد سره د مبارزې" ورکشاپ په لاندې برخو کې (فساد تعریف، د فساد ډولونه، اداري فساد ریښو او له اداري فساد څخه د مخنیولو کړنلارو) اړوند اړین معلومات شریک شول.