کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د مهاجرینو او عودت کوونکو وزارت له مسؤولینو سره لیدنه وکړه!

keu_admin
Wed, Mar 06 2024 8:37 AM
5545

دوشنبې ورځ د ٢٢/٨/۱۴۴۵ هـــ.ق. چې له ١٤/١٢/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیرآغا "هاشمي" د مهاجرینو او عودت کوونکو وزارت د دیاسپورا(مسلکي کادرونو د راستنېدو) ریاست له مسؤولینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د د دیاسپورا ریاست مسؤولینو ته ښه راغلاست وویل، زیاته یې کړه: مننه کوو چې د مسلکي کادرونو د راستنېدو لپاره مو مونږ سره ناسته وکړه، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ستاسو سره په دې نېک اقدام کې پوره همکار دی او هغه مسلکي کادرونه چې له هېواد څخه بهر ژوند کوي د نوموړو استادانو لېست به ډېر ژر ستاسو سره شریک کړو.

وروسته، د مهاجرینو او عودت کوونکو وزارت د دیاسپورا(مسلکي کادرونو د راستنېدو) ریاست مسؤولینو د یادې غونډې اړوند وویل: خوښ یو چې کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته راغلو او هیله لرو چې د مسلکي کادرونو د راستنېدو په برخه کې مونږ سره همکاري وکړئ.

د غونډې په جریان کې د دواړو خواوو لخوا د هغو استادانړ اړوند چې له هېواد څخه بهر ژوند کوي هېواد ته د بېرته راستنېدو په برخه کې بحث او خبرې وشوې.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS