کابل ښوونې او روزنې، بامیان، کندز، البیروني، پکتیکا پوهنتونونو او د جهان لوړو زده کړو خصوصې مؤسسې کادري بستونو د بین‌المللي ژبې آزموینې خبرتیا!

keu_admin
444

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر زده کړو، معلوماتي سیسټمونو، معلوماتي تکنالوژۍ، ارواپوهنې او ذهني وروسته پاتېکېدوونکو ښوونې او روزنې څانګو(نارینه)، کندز پوهنتون د معلوماتي سیسټمونو، ارواپوهنې، ریاضي، پښتو، انګلیسي او تاریخ څانګو(نارینه)، البیروني پوهنتون اسلامي ثقافت څانګې (نارینه)، بامیان پوهنتون د تاریخ څانګې(نارینه)، پکتیکا پوهنتون د ښوونې او روزنې څانګې(نارینه) او جهان د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د دېټابېس او نېټورک څانګې (نارینه)، د کادري بستونو هغو نوماندانو ته چې له مخکې یې یادو کادري بستونو ته نوم لیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د بین‌المللي ژبې آزموینه د چهار شنبې ورځ د 9/12/1402 ه.ش چې د 17/8/1445ه.ق نېټې سره سمون لري د سهار ( بجې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ICT)مرکز کې اخیستل کېږي.

نوټ: د آزموینې په ورځ د نوماندانو د دقیقې پېژندنې لپاره د اصلي پېژندپاڼې او یا هم پاسپورت درلودل اړین دي.

نوټ: د بین‌المللي ژبې کامیاب شویو نوماندانو تخصصي ازموینه د پنج شنبې ورځ 10/12/1402ه.ش چې له 18/8/1445 ه.ق نېټې سره سمون لری د سهار په (8)بجو اخیستل کیږي.

Latest announcements

Sat, Oct 11 2025 2:55 PM
Background image

Announsment!

 

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتونو او همغږی آمریت د لوړو زده کړو وزارت د انسجام ریاست په همغږۍ د "ځوان نسل فکری روزنې" ترسرلیک لاندې د محصلینو . . .

Sat, Aug 23 2025 8:48 AM
Background image
Sun, May 18 2025 1:31 PM
Background image

Kabul Education University Announcement!


All students of Kabul Education University are hereby informed that the Student Services Coordination Directorate, in order to enhance students' capacity, is organizing the following . . .

Back to announcements