د لوړو زده کړو مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو مسؤولینو لپاره د مالي او تدارکاتي چارو روزنیز ورکشاپ لومړۍ ورځ پای ته ورسېده!

keu_admin
Mon, Feb 19 2024 10:15 AM
4445

چهار شنبې ورځ ٤/٨/۱۴۴۵ ه.ق چې له ٢٥/١١/١٤٠٢ ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو مسؤولینو لپاره د مالي او تدارکاتي چارو روزنیز ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر، لوړو زده کړو وزارت معینانو او رئیسانو، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، مرکزي او ولایتي پوهنتونونو رئیسانو او معاونینو او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو په ګډون پيل شو.

ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړی، د لوړو زده کړو وزارت، مالي او حسابي ریاست رئیس ښاغلي عبدالباري "خپلواک" د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د ورکشاپ دایرېدو اړوند ضروري معلومات د غونډې ګډوونکونکو سره شریک کړل.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین ښاغلي محمد حامد"حسیب" د یادې برنامې اهدافو او ضرورتونو اړوند هر اړخیزی خبرې وکړې.

د ورکشاپ په جریان کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر صاحب او لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین د ورکشاپ په دایرېدو خوښي څرګنده کړه او د ورکشاپ اړوند یې هر ارخیزي خبرې وکړې.

د یادلو وړ ده چې یاد ورکشاپ به (٥)ورځې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې دوام وکړي او د مرکزي او ولایتي پوهنتونونو مسؤولینو سره به د مالي او تدرکاتي چارو په برخو کې اړین معلومات شریک شي.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS