کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته د درېیم پړاو سندونو ساتلو په پار د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پلاوي راتګ!

keu_admin
Wed, Feb 14 2024 10:23 AM
455

دوشنبې په ورځ د 2/8/1445 ه.ق. چې له 23/11/1402ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د درېیم پړاو سندونو ساتلو او کیفیتونو د لوړاوي په پار د لوړو زده کړو وزارت د تصمین کیفیت رئیس ورسره مل پلاوي تشریف راوړ.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت د پوهنتون رئیس، لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت رئیس او پلاوي، د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئيسانو او استادانو په ګډون سره پیل شوه.

لومړي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډونکوونکو ته ښه راغلاست وویل، همدارنګه یې د ټول پوهنتون اداري کارونو په شفافیت او ښه والي یاد پلاوي ته ډاډ ورکړ، نوموړي تأکيد وکړ چې ستاسو راتګ مونږ سره په ښه توګه د پوهنتون د چارو مخته وړلو کې کمک کوي او خپلې تجربې به سره شریکې کړو او د پوهنتون ٨٠٠ کسیز لیلې، څلور لویو پروژو او نورو برخو کې اړین معلومات یې د غونډې ګډوونکونکو سره شریک کړل.

وروسته، ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان "رشیدي" په خپلو خبرو کې، راغلي پلاوي سره د پوهنځیو رئیسانو پېژندګلوي وکړه او د پوهنتون مخینې، پوهنځیو شمېر، ماسټرې برنامو، کتابتون او لابرتوارونو اړوند معلومات یې راغلي پلاوي سره شریک کړل.

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت رئیس ښاغلي شاکرالله "وحیدي" په خپلو خبرو کې وویل: زمونږ د راتلو هدف او موخه د پوهنتون کارونو کې د شفافیت موجودیت او له نږدي څخه څېړل دي او په دې برخه کې به په ګډه سره کار وکړو.

د یادولو وړ ده چې یاد پلاوي به درې ورځې د پوهنتون کارونه له نږدې وڅېړي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS