کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ څانګې د تیزسونو دفاع غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Wed, Jan 10 2024 9:50 AM
555

 

دوشنبې ورځ د 11/10/1402 هـ.ش چې له 18/6/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ څانګې د تیزسونو دفاع غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، استادانو او ماسټرۍ څانګې مسؤولینو ګډون درلود.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د غونډې ګډوونکوونکو ته د مبارکۍ تر څنګ ټولو فارغو محصلینو ته په ژوند کې د کامیابۍ او پرمختګ هیله وکړه او فارغو محصلینو ته یې د زده کړو دوام، نویو تحقیقي برخو کې د تیزسونو لیکلو او هېواد ته د خدمت کولو اړوند اړیني سپارېښتنې وکړې.

همدارنګه، ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" د ماسټرۍ برنامو فارغ محصلینو ته مبارکي ورکړه او د تېزسونو ستونزو او ښېګڼو اړوند یې هراړخیز معلومات محصلینو سره شریک کړل.

د یادولو وړ ده چې د مدیریت او رهبرۍ او ښوونې او روزنې څانګو کې محصلینو له خپلو تېزسونو دفاع وکړه.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS