کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تضمین کیفیت غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Tue, Dec 19 2023 11:03 AM
4744

یکشنبې ورځ د ۳/٦/۱۴۴۵ هـــ.ق. چې له ٢٦/٩/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د تضمین کیفیت لوړاوي په پار د پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت رئیس او مل پلاوي، پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئيسانو، استادانو او آمرینو په ګډون غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ، د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه د تضمین کیفیت لوړاوي په پار ترسره کیږي، نوموړي په خپلو خبرو کې د کیفیت لوړاوي اړوند د پوهنتون کارکوونکو ته اړیني سپارېښتنی وکړې، همدارنګه یې د ټول پوهنتون اداري کارونو په شفافیت او ښه والي تأکيد وکړ او د تضمین کیفیت پروسې په پار ټولې ادارې باید د پوهنتون په اصولو او معیاراتو سره سم خپل ځان برابر کړي.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت رئیس ښاغلي استاد شاکر "وحیدي" په خپلو خبرو کې د غونډې دایرېدو اړوند معلومات ورکړل، همدارنګه یې، د استادانو تحصیلي کچې، مسلکي تدریس او کورس پالیسی پلانونو درلودلو، زېربنایي ستونزو، محصلینو سره عملي کارونو او سیر علمي زمینې برابرلو، کتابتونو او لاربرتوارنو مجهر کولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

همدارنګه، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان "رشیدي" د لوړو زده کړو وزارت راغلي پلاوي ته د پوهنتون تدریسي چارو او په پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي اړوند پوره ډاډ ورکړ.

په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS