کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Sat, Oct 28 2023 2:49 PM
4555

دوشنبې ورځ د ۱/۸/١٤٠٢ه.ش چې له ۷/۴/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د اداري سلسله مراتبو رعایت کولو، د معاونیتونو او پوهنځیو ترمنځ همغږۍ او د محصلینو نظم او دسپلین اړوند خبرې وکړې، همدارنګه یې د لیسانس دورې پایلیکونو او ماسټرۍ برنامو تېزس اړوند استادانو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

وروسته د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" د(علمي تحقیقاتو انسجام مرکز، مجلې، فوق لېسانس برنامو او د استادانو د ترفېع او تقرر) آمریتونو د ١٤٠٢ کال دوه ربعو ګزارش د علمي شورا غړو ته وړاندې کړ، چې د علمي شورا لخوا تأیید شو.

د غونډې په جریان کې د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند بحث او خبرې وکړې:

د ماسټرۍ برنامو ایجادولو، د استادانو اسنادونو ثبت لپاره معلوماتي سیسټم ایجادولو او د خزاني سمسټر وروستنۍ آزموینو اخیستلو، اړوند

بحث او خبرې وشوې چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS