کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Mon, Oct 16 2023 3:01 PM
455

دوشنبې ورځ د ١٧/٧/١٤٠٢ه.ش چې له ٢٤/٣/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د پوهنتون رهبرۍ لخوا د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي استادانو او مسؤولینو ته، چې د والیبال ټورنمنټ سیالۍ یې په بریالیتوب سره پای ته ورسولې، ستاینلیکونه ورکړل شول.

وروسته کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې رهبرۍ شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د استادانو په ټاکلي وخت د تدریسي چارو مخته وړلو او د کارمندانو او کارکوونکو د حاضرۍ او په ټاکلي وخت خپلو مسؤولیتونو ته د رسېدلو په پار اړینې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه د پوهنتون رهبرۍ شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند بحث او خبرې وکړې:

د څېړنې او علمي مجلې او علمي چارو معاونیتونو لخوا د پوهنتون ژورنالونو څېړل او د استادانو مقالو کمپوز او اډېت لپاره د دوه سافټ ویرونو پېرل، د کارمندانو او کارکوونکو د حاضرۍ او وظیفوي مسؤلیتونو

ته په سمه توګه رسیدګي کولو او په ټاکلي وخت د استادانو تدریسي چارو مخته وړلو په پار بحث او خبرې وشوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS