د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه.

keu_admin
Thu, Sep 21 2023 11:03 AM
67656

دوشنبې ورځ د ( 1445/3/2) هـ.ق چې له (1402/6/27) هـ.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون کې ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان "رشیدي" په خپلو خبرو کې د علمی شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ شورا پرېکړو اړوند مکمل معلومات د علمي شورا غړو سره شریک کړل، همدارنګه یې د استادانو کادري بستونو امتحانونو، د ستراتیژیکو پلانونو غونډې دایرېدو، (٪۲۰) شل فیصده امتحانونو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا د دیني عالمانو اصلاحي - دیني درسونو کې د محصلینو ګډون اړوند موضوع ګانو بحث او خبرې وکړې.

وروسته د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوع ګانو اړوند پرېکړې وکړې:

د کلنۍ څارنې او دوریي راپورونو تأییدي، د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي د ستراتیژیکو پلانونو تأییدي، د مرکز او ولایاتو د نویو ګمارل شوو استادانو د ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو اړوند بحث او خبرې وشوې چې د علمي شورا لخوا نوموړې پرېکړې تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS