د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ورزش کمېټې غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Sat, Sep 09 2023 10:34 AM
7455

پنج شنبې ورځ د ۱۶/۶/۱۴۰۲ هـ.ش چې له ۲۱/۲/۱۴۴۵ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ورزشي کمېټې غونډه د ښاغلي قاري شفیع الله "آخندزاده"، د لوړو زده کړو وزارت د خدماتو چارو محصلانو د ورزش عمومي مدیر، د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي استادانو، د کابل، طبي، البېروني او پولی تخنیک پوهنتونونو ورزشي مسؤولینو په حضور کې ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهنوال غلام ولي "مبارز" د غونډې دایرېدو اړوند ګډونکوونکو ته معلومات ورکړل.

زیاته یې کړه، چې د یادې کمېټې د رامنځته کېدو هدف او موخه د مرکزي پوهنتونونو تر منځ د سیالیو رامنځته کول دي.

د غونډې په پای کې ښاغلی پوهنوال غلام ولي "مبارز" د کمېټې رئیس په توګه، ښاغلی قاری شفیع الله "آخندزاده"د کمېټې نظم او ډسپلین مسئول په توګه او ښاغلی عبدالرشید "سامع" د کمېټې منشي په توګه وټاکل شول.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS