د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته د نوي رئیس پېژند غونډه!

keu_admin
Mon, Aug 28 2023 9:15 AM
42555

شنبې ورځ د 1445/2/9 هــ ق نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته د نوي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د پېژندنې په مناسبت، چې د پوهنتون معاونینو، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري چارو معین، د وزارت د بشري سرچینو رئیس او ور سره مل پلاوي، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري څانګو آمرینو هم ګډون درلود غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان “رشیدي” ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید عبدالبشیر آغا (هاشمي) د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء محترم مقام د حکم په اساس د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او ویې ویل: چې د پوهنتون کارکوونکي به د تېر په څېر خپلې دندې او مسوولیتونه مخ ته یوسي او له نوي رئیس سره به د پوهنتون د پرمختک په برخه کې هېڅ ډول کوښښونه ونه سپموي.

ښاغلي “رشیدي” له نوي ټاکل شوي رئیس څخه وغوښتل، چې د خپلو تجربو او فکرونو په مرسته د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې له مونږ سره همکار اوسي، د دې تر څنګ یې د پوهنوال لیلیما “ شریفي یما” له چارو او کوښښونو مننه وکړه، چې ډېره موده یې د یاد پوهنتون مسؤولیت پر غاړه وو او په ښه توګه یې دنده مخته وړله.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین ښاغلي حافظ حامد "حسیب" د مبارکۍ تر څنګ د نوي رئیس ټاکل کېدلو اړوند وویل چې، ښاغلی شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي” د تجربو او علم خاوند دی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د پرمختګ په برخه کې به ګټور او موثر کارونه وکړي.

په پای کې شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا (هاشمي) د ا.ا.ا او لوړو زده‌کړو وزارت مقام له باور څخه په مننې سره وویل: د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت مقام ته ډاډ ورکوم چې هېڅ ډول هڅې به ونه‌ سپموم او کوم مسؤولیت چې راته سپارل شوی په ښه توګه به یې ادا کړم.

په آخر کې غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS