د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دوکتورا په کچه فارغ استادانو ته د قدردانۍ غونډې ترسره شوې!

keu_admin
Sat, Aug 26 2023 10:07 AM
785

چهارشنبې ورځ د ۱/۶/۱۴۰۲ هــ.ش چې له ۶/۲/۱۴۴۵ هــ.ق نېټې سره سمون لري د دري ژبو او ادبیاتو او ټولنپوهنې څانګو لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دوکتورا په کچه فارغ استادانو ته د قدرانۍ غونډې ترسره کړې.

غونډې د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوې.

په یادو غونډو کې د پوهنتون معاونینو، د ژبو او ادبیاتو او ټولنیزو علومو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود، د پوهنځیو رئیسانو یادو استادانو ته د دوکتورا زده کړو پای ته رسولو په پار مبارکي ورکړه او د الله ﷻ له دربار څخه یې ورته د زیات عمر او د هېواد بچیو ته د ښه خدمت کولو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي " د کابل پوهنتون له پښتو څانګې، ښاغلي پوهاند دوکتور فضل الحق "فضل" او ښاغلي پوهندوی دوکتور عبدالخالق"حیدري" د کابل پوهنتون له دري څانکې او ښاغلي پوهاند عبدالواحد "جهید" له ایران هېواد څخه د فقهې په برخه کې د دوکتورا سندونه تر لاسه او زده کړې پای ته ورسولې.

په پای کې غونډې د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS