کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د پوهنځیو تر منځ د والیبال سیالیو پرانېست غونډه تر سره شوه!

keu_admin
Sat, Aug 26 2023 10:05 AM
555

چهارشنبې ورځ د 6/2/1445 هـــ.ق. نېټه د پوهنتون د خدماتو چارو څانګې، د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي استادانو، اداري کارمندانو او د پوهنځیو محصلینو استازو په ګډون د والیبال کلنۍ سیالۍ د (120) لوبغاړو څخه چې (10) ټیمونه پکې ګډون لري د پوهنتون مخکښو لوبغاړو د ټاکلو په پار د والیبال کلنیو سیالیو غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو خدماتو چارو په څانګه کې ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د محصلانو خدماتو چارو څانګې آمر ښاغلي قاري شفیع الله "آخندزاده" د غونډې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست تر څنګ د سیالیو اړوند وویل: یادې سیالۍ د پوهنتون (نهه ګونه) پوهنځیو او اداري کارمندانو ترمنځ د مخکښو لوبغاړو پیداکولو په پار ترسره کېږي.

همدارنګه، نوموړي په خپلو خبرو کې له ټولو لوبغاړو وغوښتل چې د سیالو په لړۍ کې اخلاقي، اسلامي او ورزشي اصول مراعات کړي ترڅو لوبې په ښه او ارامه فضا کې ترسره شي.

همدارنګه د بدني او ورزشي علومو استاد ښاغلي غلام ولي ,,مبارز" د لوبو د پیل او نورو موضوع ګانو اړوند د غونډې ګډون کوونکو ته معلومات ورکړل.

په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS