د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې د ماسټرۍ او شپني ټایم محصلانو د فیس تحویلۍ مدیریت "آنلاین سیسټم"بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو!

چهارشنبې ورځ د 22/1/1445 هــ.ق چې له 18/5/1402 هــ.ش نېټې سره سمون لري، د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې، یاد سیسټم بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارلو چې په پلي کېدو سره یې د پوهنځیو د شپني ټایم، ماسټرۍ څانګې محصلانو او مالي څانګه کې د فیس تحویلي او اړوندې چارې له کاغذ څخه آنلاین بڼې ته بدلې کړای شوې.
په یاده غونډه کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، څانګو آمرینو، تدریسي مدیرانو، ماسټرۍ څانګې مدیرانو او د معلوماتي تکنالوژۍ تخنیکي او سیسټم جوړوونکي ټیم ګډون درلود.
په پیل کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان “رشيدي” د نوموړي سیسټم رامنځته کوونکي ټیم څخه د زړه له کومې مننه او خوښۍ څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه چې د دې سیسټم په وسیله به د محصلانو د فیس تحویلۍ او په مالي برخه کې پوره روڼتیا او آسانتیا رامنځته شي.
همدارنګه، ښاغلي “رشیدي” د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې ته ډاډ ورکړ چې د دې او دې ته ورته نوښتونو او تکنالوژۍ په وسیله آسانتیاوو رامنځته کولو کې د دوی سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.
ورپسې د کمپیوټرساینس پوهنځي رئیس ښاغلي پوهندوی قربانعلي “فروغ” په خپلو خبرو کې وویل چې د کمپیوټرساینس پوهنځی استادان او محصلان هم د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې سره د تکنالوژۍ او پرمختګ په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي.
وروسته د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمد منصور “واحدي”د نوموړي سیسټم د ګټو او آسانتیاوو په اړه خبرې وکړې، نوموړي د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې ټيم هغه اوږد مهاله پلان په اړه مهم معلومات وړاندې کړل، چې تر نږدې راتلونکي پورې به یې په پلي کېدو سره د پوهنتون ٪۷۰ سلنه چارې له کاغذ څخه آنلاین بڼې ته بدلې شي.
په پای کې نوموړی سیسټم عملأ پرانیستل شو، اړوند مسئوولینو ته پکې حساب اکونټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.