د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې په سل اتاقه تدریسي بلاک کې (۲۵) پایې د (Wi-Fi) انټرنېټ (Indoor&Outdoor) دستګاووې نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارلې!

keu_admin
Wed, May 03 2023 9:13 AM
977

سې شنبې ورځ د ۱۴۰۲/۰۲/۱۲ هــــ.ش. نېټه د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو ته د انټرنېټ په وسیله د علمي څېړنو او زده کړیالانو د پوهاوي د کچې لوړوالي په پار د یاد پوهنتون په سل خونییز تدریسي بلاک کې (۲۵) پایې د وایرلېس انټرنېټ دستګاوو د نصب چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

په پیل کې د یادې څانګې دغه لویه لاسته راوړنه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو، د څانګو آمرینو او ورسره ستون شوي پلاوي له لوري وستایل شوه او د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې د رهبرۍ او ټیم څخه یې د زړه له کومې مننه وکړه.

وروسته د پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور “واحدي” د دغه دستګاوو د کار او ګټو په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل، او د نوموړو دستګاوو د نصب ځایونه یې د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، ساحې ته تللي هئیت او نورو غړو ته وښوودل.

ښاغلي واحدي وویل: “د تکنالوژۍ او ساینس پوهنې پرته، نړۍ او څېړونکو ته ناشونې وه، چې مصنوعي سپوږمکۍ رامنځته کړي. همدارنګه؛ که چېرته د تکنالوژۍ او ساینس په مرسته انټرنېټ نه وای رامنځته شوی زمونږ تمدن به لا هم په ډېرو ستونزو کې را ګیر وو.”

همدارنګه ښاغلي واحدی زیاته کړه، چې د یاد پوهنتون له ټولو استادانو، کارمندانو او محصلانو په درنښت هیله کوو چې تر څو له یادو دستګاوو څخه په ګټه اخیستلو سره د انټرنېټ څخه په علمي او اکاډمیکه برخه کې پوره ګټه پورته کړي؛ ځکه چې تکنالوژي د علم زده کړې، تجارت، طبابت او په نړیواله کچه د اړیکو پاللو لپاره ښه وسیله ده، هڅه وکړئ چې د انټرنېټ څخه په مثبته ګټې اخیستنې سره د نړیوالو څېړونکو او ساینس له ستورو سره اړیکې ټینګې کړئ، نظرونه یې ولولئ او د کتابونو په لوستلو سره یې خپل علم زیاد او ځان له نړۍ سره سیال کړئ.

په پای کې د رهبرۍ پلاوي او معلوماتي تکنالوژۍ آمر د دې څانګې له کاري ټیم هم یادوونه او مننه وکړه ښاغلي واحدي د پوهنتون رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې د معلوماتي تکنالوژۍ څانګه او ټیم تل د یاد پوهنتون په چوپړ کې دی، دغه څانګه به د پوهنتون په ورځنیو چارو کې د پرمختګ او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې له هېڅ ډول زیار او هڅو درېغ ونکړي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS