د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د اسلامي ثقافت کادري بستونو لپاره د عربي ژبې آزموینه واخېستل شوه!

keu_admin
Sun, Sep 04 2022 8:35 AM
789

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د اسلامي ثقافت کادري بستونو لپاره د عربي ژبې د آزموینې څخه د لوړو زده کړو وزیر محترم مولوي عبدالباقي (حقاني)، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلی دکتور لطف الله (خیرخوا)، د تقرر او علمي ترفیعاتو رئیس مفتاح الدین (عزام ) لېدنه وکړه، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان (رشیدي)، د وزارت ځانګړي استازی او د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال انجینر سردارولي (صالحي) او د اسلامي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالقدوس ( مظهري) په حضور کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، کابل طبی پوهنتون او د پولی تخنیک پوهنتون د (۳۳۰) علمي کادري نارینه او ښځينه نوماندانو د عربي ژبې آزموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې په یوې رڼه او عادلانه فضا کې واخیستل شوه، په پيل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان رشیدي د آزموینې په څرنګوالي خبرې وکړې او د پوهنځیو له مسؤولینو، استادانو او د څارنې له کمېټې څخه یې وغوښتل تر څو د آزموینې بهیر په عادلانه ‌‌‌‌‌‌ډول پرمخ یوسي او په دې بهیر کې روڼتیا او امانت په پام کې ونیسي.

د کابل ښوونې او روزنې د تکنالوجۍ آمر محمد منصور واحدي د آزموینې په اړه لنډ معلومات ورکړل، چې آزموینه به په شفاف ډول د (Program(OEP)Online Exam) له لارې اخستل کېږي، چې دا سستم پرته له کوم جعل او لاس وهنې څخه خوندي دی، او د آزموینې پای ته رسېدو وروسته بې له کوم ځنډ نتیجه اعلانیږي، استادان د آزموینې هیئت او ګډونوال کولای شي چې په یو وخت او یو ځای د آزموینې نتیجه د کمپیوتر پر مخ وګوري.

نوټ: د بریالیو کاندیدانو تحریري آزموینه به ان شاء الله د شنبې ورځ ۶/۲/۱۴۴۴ نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون عمومي تالار کې واخېستل شي دقیق وخت به یې د همدې پاڼې او د وزارت له صفحې څخه نشر شي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS