د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کادري بستونو لپاره د انګلیسي آزموینه واخېستل شوه.

keu_admin
Sat, Jun 25 2022 12:55 PM
4565

د سه شنبې په ورځ ۳۱/۳/۱۴۰۱هـ ش نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان رشیدي د آزموینې بهیر څخه د لیدنې پر مهال استادانو ته سپارښتنه وکړه چې، ګډونوالو نوماندانو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي او آزموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توګه واخېستل شي چې، د هغوي له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د انګلیسي ژبې آزموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا د بېلابېلو پوهنځیو او ډیپارټمینټو د اعلان شویو کادري بستونو لپاره واخېستل شوه چې، د آزموینې نوماندانو په کې ګډون درلود.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو لپاره د کمپیوترو یوزرونونه خلاص او رسماً آزموينه پيل شوه چې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان رشیدي، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی او د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال انجینرسردارولي صالحي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار فضل الربي فضلي د استادانو په ملتيا د آزموينې له صحنې څخه لیدنه وکړه.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS