پیام معاون امور محصلان
د محصلانو چارو د مرستیال پیغام
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیم
إنَّ الحمدَ لله، نعبُدُه ونستعينُه، اتَّقوا اللهَ حقَّ تُقاتِه، فإنَّ في طاعتِه النجاة، وصلّى اللهُ على نبيِّنا محمدٍ وآله وصحبِه اجمعین.
ځوانان د ټولنې د ملا د تير حیثیت لري، همدا ځوانان دي چې ټولنې او ولسونو ته مادي او معنوي پرمختګ وربخښي، همدا ځوانان دي چي هڅې او کوششونه يې د ټولنې د ویاړ او پرمختګ لامل کرځي ځکه د ځوانی عمر د عمر تر ټولو غوره او منځنی برخه ده لکه څرنګه چې لمر د اسمان منځنی برخه کې واقع شي نو ژوندیو موجوداتو ته یې اعظمي ګټه او فایده رسیږي ددې تر څنګ د اسلام د ستر لارښود پیغمبر ﷺ د حدیث د مضمون مطابق ځواني له هغه پنځو نعمتونو څخه یوه ده چې د قیامت په ورځ به یې الله ﷻ له خپل بنده څخه پوښتنه کوي.
خوږو او زړه ته راتېرو محصلینو!
که تاسو د تحصیل په دې ارزښتناک مقام او مسیر کې له ځان سره اخلاص، صبر او استقامت ولرئ، باوري یم چې بریا ستاسو ده او خپل وروستي هدف ته به حتما رسېږئ. او تاسو به د سرونو په قېمت او بې شمېره قربانیو راغلي اسلامي نظام، ځورېدلي ،کړېدلي ولس، او ټولنې د خدمت جوګه کرځی.
زړه ته راتېرو محصلینو!
لاندې یو څو توصیې درسره شریکوم:
لومړی
تر ټولو اول باید په نیت کې اخلاص او صداقت ولرئ؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي:
( إنما الأعمال بالنيات ...... ) .
ژباړه: د اعمالو قبولیت په نیتونو پورې اړه لري.
د اسلام په مبارک دین کې نیت زیات ارزښت لري؛ ځکه یو څوک کولای شي چې ټوله عبادات د نیت د خراب والي په خاطر خراب کړي او قبولیت ته و نه رسیږي او یو څوک کولای شي چي د نیت سموالي په خاطر ټولنیز ژوند هم په عبادت بدل کړي.
دوهم
ګرانو محصلینو!
رسول الله ص فرمایی پوهه دمؤمن ورکه ده چیري چي یې ومومي مستحق یې همدا مؤمن دی، چې باید ترلاسه یې کړي، پوهېږو چي علم رڼا ده تیاري له منځه وړي، یاد وساتئ په اسلام کي دعلم او پوهي زده کړه ځان ته ارزښت او امتیاز لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
( من سلك طريقاً يلتمس فيه علماً سهل الله له به طريقاً إلى الجنة )
ژباړه: کوم شخص چي د علم په لټه پر کومه لاره ځي نو الله تعالی به وده ته د جنت لاره اسانه کړي.
بل ځای کي داسي فرمایي:
(مَنْ خَرَجَ فِیْ طَلَبِ الْعِلْمِ فَهُوَ فِی سَبِيْلِ اللهِ حَتَّی يَرْجِعَ)
ژباړه: څوک چي د علم حاصلولو په موخه، د کوره ووځي تر بيرته راګر ځيدو پوري د پاک خدای ج په لاره کې دی (تګ او راتګ يې ټول په ښيګڼو کښې شميرل کېږي ).
درېیم
ګرانو محصلینو!
په دې کې شک نشته چې د تعلیم او زده کړې لاره یوه له ستونزو او سختیو ډکه لاره ده خو په دې کې هم شک نشته که څوک صبر او د لوړ همت خاوند وي، نو هر سخت او مشکل کار الله جل جلاله ورته آسانه کوي، خدای ﷻ مه کړه که څوک د صبر او همت د لوی نعمت څخه محرومه وي، نو هغه هېڅکله هم د علم لوړې مرتبې ته نشي رسېدلای، او کوم عالمان او پوهان چې د تاریخ په اوږدو کې تېر شوي دي د علم او پوهې لوړ منزلت ته رسیدلي او نن ورځ د هغو د علمي څېړنو او کتابونو څخه په لکونو انسانان ګټه پورته کوي، او نومونه یې په ډېر ادب او احترام سره یادوي، د هغوی ژوند که وکتل شي، هغه د علم او پوهې لوړې مرتبې ته په آسانه نه دي رسېدلي؛ بلکې ډېر زحمت یې ایستلی او پر هغه باندې یې دوامداره صبر کړی دی.
الله جل جلاله د صبر په باره کي داسي فرمایي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ) (سورت البقره ۱۵۳).
ژباړه: ای مومنانو! په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ الله د صبر لرونکو ملګری دی.
څلورم
خوږو محصلینو!
لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ کفارو شپه او ورځ د مسلمانانو د فکري اشغال او انحراف لپاره یوه کړې ده او غواړي چې زموږ ځوان نسل د بې لارۍ ته سوق کړي نو تاسو درنو محصلینو ته مي توصیه دا ده چي د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې فکري تربیت ته پوره متوجه شئ او په دې برخه کې خپل الهی مسؤلیت ادا کړئ