د اطلاعاتو، اړیکو او عامه پوهاوي څانګې آمر ژوندلیک

د ښاغلي ادیب حبیب الرحمن رحماني ژوند لیک:عکس

ښاغلی ادیب حبیب الرحمن رحماني د عطاګل زوی د مرحوم ثمرګل لمسی، نوموړی د میدان وردګو ولایت د سیدآباد والسوالۍ د تنګي شهید پرورې درې د قلعه امیر په کلي کې په کال (۱۳۷۶ هـ ش) په یوه مسلمانه او اسلام پاله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې او هلته یې خاپوړي پیل کړل.

د زده کړو کچه: لېسانس

اصلي استوګنځی: میدان وردګو ولایت، د سیدآباد ولسوالي

اوسنی استوګنځی: کابل، پنځمه ناحیه

د اړیکو شمېرې: 0787409464// 0788374776

برېښنالیک: habbrahmanrahmani961@gmail.com

 

اوسنۍ دنده: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو څانګې آمر

 

زده کړې (تحصیلات)

  • خپلې لومړنۍ دیني زده کړې یې د خپل کلي له ملا امام پيل او ددیني زده کړو  (کوچنۍ) دورې یې د خپل کلي په مدرسه کې تر سره کړې ده.
  • نوموړي په اووه کلنۍ کې ښوونځی ته مخه کړه او د خدای ورکړي استعداد له برکته په اعلی درجه د تنګي د امام ابو حنیفه عالي لېسې څخه په (۱۳۹۴) هـ ش کال کې فارغ شوي
  • په (۱۳۹۴) کال کې د خپلې خوښې پوهنځی (کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ) ته یې په خورا همت سره لار پیداکړه، په (۱۳۹۹هـ ش) کال کې له پښتو څانګې څخه د لېسانس ډېپلوم ترلاسه کړ.

کاری تجربه (کارمخنیه)

  • د افغانستان اسلامي امارت جنوبي زون محصلینو شورا مشر، درې کاله
  • د افغانستان اسلامي امارت ځیرکو محصلینو وېب پاڼې مسئوول، څلور کاله
  • د هېواد ډېری ولایتونو ته جهادي سفرونه او ښې لاسته راوړنې
  • د افغانستان اسلامي امارت استخباراتو عمومي ریاست (۰۹۷) قومندانۍ یوې برخې مسئوول

 

ستاینلیکونه

  •  د معسکر نظامي او فکري درسونو فراغت دوه ستاینلیکونه
  • د تجوید د درسونو بشپړېدو ستاینلیک، کندهار حکیمیه مدرسه
  • د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو د فکري روزنې او ظرفیت لوړونې ستاینلیک، لوړو زده کړو وزارت
  • د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي لخوا د ښو کړونو په پار ستاینلیک