بیوگرافی معاون پوهنځی علوم طبیعی

محترم پوهنیار عبدالرقیب  مسلمیار د انجینرعبدالخلیل زوی د کابل ولايت اوسيدونکی؛ چې په ۱۳۷۶ هـ ش - ۱۹۹۷م کال کې د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار په يوه علمي او متدينه کورنۍ کې زيږيدلی دی.

  • لومړنۍ زده کړې يې د هيواد پلازمينې کابل او میدان وردګ ولايت په مختلفو علمي مرکزونو کې ترسره کړي دي.
  • په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د کابل پوهنتون – ریاضیاتو پوهنځي تطبیقي څانګې ته شامل شو، او په ۱۳۹۶ هـ ش کال کې له ياد پوهنځي څخه فارغ شو.
  • په همدې کال د جنوبي آسیا پوهنتون چې د هندوستان په نوي ډیلي کې موقعیت لري د یوې آزادې سیالۍ لارې چې هر کال د یاد پوهنتون له لوري په لاره اچول کېږي د تطبیقي ریاضي د ماسترۍ دورې مېریټ سکالرشیپ ګټوونکی وپېژندل شو او په ۲۰۲۰ م کال کې له یاد پوهنتون څخه د تطبیقي ریاضیاتو په برخه کې د ماسترۍ له تکمیلېدو وروسته هېواد ته را ستون شو.
  • او په کال ۲۰۲۱ م کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ریاضي څانګې علمي غړی شو، د پښتو ژبې برسېره په دري او انګليسي ژبو هم پوره برلاسی دی.
  • په (۱۴۰۱  هـ ش نېټه) د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو د پوهنځي مرستیال په توګه مسؤليت وروسپارل شو، چې دغه خدمت لا هم دوام لري.