د لوړو زده کړو وزارت وزیر په شتون کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له استادانو سره اصلاحي-علمي غونډه ترسره شوه!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۶:۸
444

پنجشنبې ورځ د ٢٩/٤/١٤٤٦ ه.ق چې له ١١/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صاحب په شتون کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له استادانو سره اصلاحي-علمي غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو په عمومي تالار کې جوړه شوې وه د لوړو زده کړو وزارت وزیر، لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، د کابل علماوو شورا رئیس، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو او استادانو ګډوون درلود.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" د پیل وینا وکړه، او ګډوون کوونکو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: قدرمنو استادانو خوښ یو چې په یو علمي غونډه کې د پوهنتون له ټولو استادانو سره یو ځای ګډوون کوو، زیاته یې کړه: قدرمنو استادانو تاسو پوهنتون ته متعهد یاست، مونږ له تاسو څخه خوښ یو تل مو د هېواد د بچیو روزلو برخه کې نه ستړي کېدوونکې خدمتونه کړي، له مونږ سره د پوهنتون ښه والي برخه کې مشورې کوئ ترڅو په ګډه سره لاس په لاس د هېواد بچیو ته خدمت وکړو، همدارنګه یې استادانو ته په معیاري روشونو د کنفرانسونو جوړولو، د نویو برنامو اېجادولو برخه کې د پوهنتون رهبرۍ سره د همکارۍ، د پوهنتون په اصلي او فرعي کمېټو کې د فعالیت کولو، د داخلي ژورنالونو پیاوړي کولو او د محصلینو فکري روزنې په برخه کې اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله "وحدت" په خپلو خبرو کې له استادانو ته په نبوي سنتونو باندې ځان برابرولو، د اسلام تاریخ او د تاریخ په لړ کې د مسلمانانو اختراعګانو او لاسته راوړنو اړوند ارزښتانکې ویناوې وکړې.

د غونډې په جریان کې، د لوړو زده کړو وزارت وزیر قدرمن شیخ الحدیث مولوي نداء محمد"ندیم" صاحب په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې له استادانو سره غونډه کې ګډوون کوي، زیاته یې کړه: قدرمنو استادانو تاسو د ټولنې یو مهمه برخه یاستئ، د هېواد آبادول ستاسو مسؤولیت دی، تاسو د علم خاوندان یاست هغه خلک چې علم لري په دنیا او آخرت کې به کامیاب او سرلوړي وي او خپل علم د هېواد بچیو ته په سمه توګه ورسوئ.

همدارنګه یې استادانو ته خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کېدلو، د متقابل احترام، نېکو اخلاقو، انساني کرامت ساتلو، د دیني او عصري علومو یو ځای کولو، په نبوي سنتونو ځان برابرولو او د محصلینو فکرې روزنې اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې، زیاته کړه: قدرمنو استادانو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ټولنې ته مسلکي استادان روزي، باید د محصلینو په روزنه کې پوره زیار او کوښښ وشي، ترڅو ټولنې ته مسلکي، معتهد او با استعداده استادان وړاندې شي.

د غونډې په پای کې، د کابل علماوو شورا رئیس ښاغلي شیخ الحدیث خلیفه دین محمد صاحب په خپلو کې د علم ارزښت او د جهل او ناپوهی له منځه وړلو اړوند ارزښتانکې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: قدرمنو استادانو هغه څوک چې د علم خاوندان دي او خپل علم نورو ته ورسوي، هغه به په دنیا کې د عزت خاوند وي او آخرت کې به الله تعالی ورڅخه راضي وي، همدارنګه یې وویل، قدرمنو استادانو تاسو ته الله تعالی عزت درکړئ او د علم خاوندان یې ګرځولي یاستئ، خپل علم په سمه توګه د هېواد بچیو ته ورسوئ او خپل هېواد د خدمت جوګه وګرځئ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

شورای علمی؛ برای بهبود روند اداری رهبری باید از توانایی‌های علمی و مسلکی برخوردار باشد !

دوشنبه - ۱۴۴۷/۱۱/۳ هـ.ق
در نشست نوبتی شورای علمی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل، پیرامون بهبود امور اداری و دستیابی به اهداف تعیین‌شده، بر اهمیت و ضرورت ارتقای کیفیت از سوی هیئت رهبری از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۵۳
Background image

معرفی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل! 

 ۶۲ سال سیر تحصیلی 

 در اینجا از کادرها، زیربناها، تشکیلات و سایر بخش‌های مرتبط به برنامه‌های علمی، تحقیقی، اداری و امور محصلان این نهاد تحصیلی آگاه شوید! 

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۰
Background image

ورکشاپ یک روزه راجع به تطبیق نصاب و توزیع مفردات درسی در سال ۱۴۰۵ برگزار شد! 

 

شنبه-۱/۱۱/۱۴۴۷ هـ.ق
 به اعضای کمیته نصاب معاونیت امور علمی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل ورکشاپ یک‌روزه در مورد کورس پالیسی‌ و توزیع مفردات مواد درسی برگزار گردید که در آن پیرامون تطبیق. . .

BACK TO NEWS