په اکاډمیکو ځایونو کې د مهربانۍ او شفقت شتون!
نن ورځ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه کې هغه محصل چې له جسمي حالته کمزورۍ وو او بیا یې هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ چې د کانکور ازموینه کې پوهنتون ته بریالی شو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي" صاحب لخوا په ستاینلیک ونازول شو.
ښاغلي رئیس صاحب په پوره شفقت او مهربانۍ سره یاد محصل ته ستاینلیک ډالۍ کړ او الله ج څخه یې ورته یې په ژوند کې د لا بریالیتوب غوښتنه وکړه.