د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او بامیانو پوهنتون د کادري بستونو آزموینه واخېستل شوه.

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۰:۴۸
87878

د شنبې په ورځ 1444/6/28 ق نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند دکتور جمشېد خان (رشیدي) د پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځی د انګلیسي څانګې آمر عبدالجلیل (کهدستاني) او د معلوماتي تکنالوژۍ آمر محمد منصور (واحدي) د آزموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ګډونوالو نوماندانو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي او آزموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توګه واخېستل شي، چې د هغوي له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د انګلیسي ژبې آزموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو او ډیپارټمینټونو او د بامیانو پوهنتون د روان شناسۍ، پیداګوژي څانګو د اعلان شویو کادري بستونو لپاره واخېستل شوه.

همدارنکه د علمي چارو مرستیال ښاغلي رشیدي د کمېټې غړو ته د آزموینې په شفافیت باندې ټینګار وکړ، او د دې پروسې د شفافیت، امانت دارۍ نظم او ډسپلین په اړه یې ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ چې، په پوهنتونو کې د علمي کادر د استخدام معیار د کاندایدانو وړتیا ته په کتو تر سره کېږي.

د یاد پوهنتون د تکنالوجۍ آمر محمد منصور (واحدي) د آزموینې په اړه لنډ معلومات ورکړل، چې آزموېنه به په شفاف ډول د (Program(OEP)Online Exam) له لارې اخستل کېږي، چې دا سستم پرته له کوم جعل او لاس وهنې څخه خوندي دی او د آزموېنې پای ته رسېدو وروسته بې له کوم ځنډ نتيجه اعلانېږي، استادان او د آزموینې هیئت او ګډونوال کولای شي چې په یو وخت او یو ځای د آزموېنې نتیجه د کمپیوتر پر مخ وګوري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

مسابقات ورزشی؛ به‌منظور اعداد بدنی! 

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
مسابقه نهایی والیبال میان پوهنځی‌های نُه‌گانه پوهنتون تعلیم و تربیه کابل که به‌منظور اعداد بدنی برگزار شده بود با پیروزی پوهنځی تربیت بدنی و علوم ورزشی به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

توجه به معیارهای ارتقای کیفیت؛ مؤثریت نهادهای تحصیلی!- ورکشاپ آموزشی۴روزه 

یکشنبه-۱۱،۱۶، ۱۴۴۷هـ.ق.
برای رهبری، استادان و کارمندان اداری پوهنتون تعلیم و تربیه کابل ورکشاپ آموزشی چهارروزه‌ در مورد تطبیق بهتر معیار‌های یازده‌گانه ارتقای کیفیت آغاز گردید. هدف این. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

کتاب‌خانه معیاری؛ نیاز اساسی تحقیقات علمی-ورکشاپ آموزشی 

دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
از سوی آمریت کتاب‌خانه عمومی معاونیت تحقیقات و مجلات علمی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل ورکشاپ یک‌روزه تحت عنوان "شناخت کتاب‌خانه معیاری، مدیریت و سیستم منظم" برای. . .

BACK TO NEWS