د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د پیاوړتیا تر سرلیک لاندې ملي کنفرانس پای ته ورسید

keu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۷:۳۷
7788

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پیاوړتیا تر سرلیک لاندې ملي کنفرانس د کابل پوهنتون په نوي اډېټوریم کې پیل او یاد کنفرانس چې د کابل پوهنتون له خوا د لوړو زده کړو وزارت په مرسته دایر شوی وو، درې ورځې یې دوام وکړ، چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ترڅنگ د هېواد په کچه د نورو پوهنتونونو استادانو هم پکې گډون کړی وو.

د یاد کنفرانس په لومړۍ ورځ د نظام لوړ پوړو چارواکو له جملې: د چارو ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي نورالحق انور، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ ندا محمد ندیم، د عامې روغتیا سرپرست وزیر ښاغلي داکتر قلندر عباد او همدارنگه د داخله چارو وزارت، لوړو زده کړو وزارت او اطلاعات او فرهنگ وزارت مرستیالانو پکې برخه اخیستې وه.

لومړی د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د کنفرانس گډون کوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنگ د نوموړي کنفرانس موخې او هدف په اړه معلومات ورکړل.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ ندا محمد ندیم د کابل پوهنتون دغه نوښت وستایه او هیله یې څرگنده کړه چې، د نوموړي کنفرانس پایلې به تحصیلي نظام ته گټورې تمامې شي.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو د خپلو لیکل شویو مقالو پرېزېنټېشن کنفرانسونه د گډون کوونکو سره شریک کړل.

یاد کنفرانس چې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په پار دایر شوی وو استادانو خپلې لیکلې مقالې او نظرونه یو له بل سره شریک کړل.

لاندې درې علمي او څېړنیزې مقالې په لومړۍ ورځ د استادانو له خوا د ګډونوالو په حضور کې وړاندې شوې:

۱- د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلی پوهاند محمد شفیع شریفي د علمي مقالې سرلیک (په کابل پوهنتون کې د علمي څېړنو خنډونه او ننګونې)

۲- د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد ښاغلي دوکتور محمد مزمل اسلامي د علمي مقالې سرلیک( د شرعیاتو پوهنځي په درسي نصاب کې د متنونو ارزښت ځانګړتیاوې او غوښتنې)

۳- د کابل پوهنتون استاد ښاغلي پوهنوال دکتور اسدالله حامد د علمي مقالې سرلیک (په لوړو زده کړو کې د علمي ژورنالونو ارزښت)

همدارنگه د کنفرانس به دویمه او درېیمه ورځ د لاندې مقالو سرلیکونه وړاندې شول:

۱- د ننگرهار پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل حکیم خان حقیار د علمي مقالې سرلیک(د افغانستان په لوړو زده کړو کې د څېړنې اهمیت او تقویت لارې چارې)

٢- لوګر د لوړو زده کړو موسسې استاد پوهنمل سرور حق پرست د علمي مقالې سرلیک(د تحصیلي نصابونو مطالعه کول د مناسبې الګو وړاندې کولو په پار پوهنتونونو ته)

۳- د کابل پوهنتون استاد ښاغلي پوهنوال آقا محمد ژکفر د علمي مقالې سرلیک(د فارمسي رشتې انکشاف په پار د فارم دې برنامې پر نقش کارکول )

۴- د کابل پوهنتون استاد ښاغلي پوهندوی دوکتور محمد ولي سالاري د علمي مقالې سرلیک(د علمي څېړنې ډولونه)

۵- د کابل پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل محمد حسین احمدزی د علمي مقالې سرلیک(په دولتي پوهنتونو کې علمي شفافیت: ستونزې او حل لارې)

۶- د کابل پوهنتون استاد ښاغلي پوهنیارمحمد ابراهیم درویشیان د علمي مقالې سرلیک(د افغانسان آنلاین زده کړو لپاره مؤثره طرحه)

د نوموړو مقالو له وړاندې کولو وروسته، غونډه په دعائیه سره پای ته ورسېده .

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۳۸
Background image

امتحانِ زبان‌ بین‌المللی (انگلیسی) کاندیدانِ بست‌های کادری پوهنتون‌های امـ.ـارتي و خصوصی در پوهنتون تعلیم وتربیه کابل اخذ گردید!

 
 شنبه، ۴/۹/۱۴۴۷ ه.ق.
 امتحانِ زبان‌ بین‌المللی (انگلیسی)کاندیدان بست‌های کادری، دیپارتمنت‌های تکنالوژی معلوماتی، زبان وادبیات ترکی، تعلیم وتربیه قبل از مکتب و ابتدائیه و مربی‌گری. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

برای استادان پوهنتون تعلیم و تربیه کابل ورکشاپ یک‌روزه آموزشی–رهنمودی  برگزار شد! 

پنجشنبه، ۲،۹، ۱۴۴۷ هـ.ق
 از سوی آمریت انکشاف مسلکی استادان معاونیت امور علمی پوهنتون ورکشاپ یک‌روزه‌ای تحت عنوان "روش نگارش مقدمه: طرح مساله، هدف، اهمیت و ضرورت" با حضورداشتِ معاون امور. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

جواب و جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

BACK TO NEWS