د سولې په برخه کې د څېړنې پنځه ورځنې ورکشاپ پاي ته ورسېد

keu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۱۰:۵
xdxf

 

د شهید استاد ربانی ښوونې او روزنې پوهنتون د سولې مرکز له لوري پنځه ورځنې ورکشاپ چې د سولې په بېلابېلو برخو کې د څېړنې روشونو او ميتودونو د زده کړې په پار د پوهنتون د بېلابېلو څانګو (۲۷) تنو استادانو لپاره په لاره اچول شوې ؤ، د ۱۳۹۹ کال د پنجشنبې ورځ د مرغومي په ۱۱مه، پای ته ورسېده. ياد ورکشاپ د ښاغلي پوهنیار احمد حامد قادري او ښاغلي ډاکټر عبدالحبیب خالد له خوا پرمخ يووړل شو، د څيړنې د نويو ميتودونو په هکله د نړۍ نوي او پرمختللې ميتودونه تدريس شول، د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته بريلیکونه وویشل شول، د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د اسلامي تعليماتو پوهنځي رئیس پوهنيار سیدهاشم امین او د اختصاصی تعلماتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنيار بهرام شمس هم ګډون درلود، ښاغلي شمس د پوهنتون د استادانو او محصلینو د ظرفيت لوړونې په برخه کې د سولې مرکز هڅی وستایلې او د لا نورو برنامو د پلي کولو غوښتنه يې وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۰
Background image

فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه!

نکات قابل رعایت در مراسم مرده‌داری!

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

برای استادان پوهنتون تعلیم و تربیه کابل ورکشاپ یک‌روزه رهنمودی برگزار شد!

 

از سوی آمریت انکشاف مسلکی استادان، معاونیت امور علمی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل ورکشاپ یک‌روزه رهنمودی تحت عنوان "آشنایی با طرح نوشتن کتاب‌های تألیفی "  برای استادان پوهنتون برگزار. . .

BACK TO NEWS