کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس او محصلانو چارو مرستیال د (۱۴۰۳) کال وروستني سمسټر ازموینو له جریان څخه نظارت وکړ!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۱۹
2dw

شنبې ورځ د ٥/٦/١٤٤٦ ه.ق چې له ١٧/٩/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس او محصلانو چارو مرستیال د ازموینو ښه ترسره کېدلو په پار د مختلفو پوهنځیو د ازموینو له جریان څخه نظارت وکړ.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" د بېلابېلو پوهنځیو د ازموینو له صحنې څخه له نیږدې لیدنه وکړه او د پوهنتون محصلینو ته یې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ډاډ ورکړ.

همدارنګه د پوهنتون رئیس ښاغلي "هاشمي" او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي "وثیق" د نظارت په جریان کې ټولو استادانو ته د ازموینو اخیستلو اړوند د پوره شفافیت د شتونوالي اړوند اړینې سپارښتنې وکړې چې استادانو لخوا د پوره روڼتیا او شفافیت اطمینان ورکړل شو.

د یادلو وړ ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د (١٤٠٣) کال وروستني سمسټر ازموینې د پنجشنبې ورځ په پوره شفافیت او ډاډ منه فضاء کې پیل شوي دي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۳:۱۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري(رهبري) شورا غونډه ترسره شوه!

یکشنبې ورځ د ٢٥/٩/١٤٠٣ ه.ش چې له ١٣/٦/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري(رهبري) شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۳:۵۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د چاپېریال ساتنې څانګې له استادانو سره د (چاپېریال ساتنې او هوا ککړتیا څخه د مخنیوي په پار) د یو ورځني کنفرانس دایرېدلو اړوند غونډه ترسره کړه!

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د چاپېریال ساتنې څانګې له استادانو سره د (چاپېریال ساتنې او هوا ککړتیا څخه د مخنیوي په پار) د یو ورځني کنفرانس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس او محصلانو چارو مرستیال د (۱۴۰۳) کال وروستني سمسټر ازموینو له جریان څخه نظارت وکړ!

شنبې ورځ د ٥/٦/١٤٤٦ ه.ق چې له ١٧/٩/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس او محصلانو چارو مرستیال د ازموینو ښه ترسره کېدلو په پار د مختلفو پوهنځیو د ازموینو له. . .

BACK TO NEWS