کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه.

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۹:۲۵
12235

دوشنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٠٣ ه.ش چې له ١٨/٤/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې هغو استادانو ته چې علمي ترفېع یې اخیستي مبارکي ورکړه او د اداري سلسله مراتبو رعایت کولو، په شفافه توګه د شل فیصدو ازموینو اخیستلو، د معاونیتونو او پوهنځیو ترمنځ همغږۍ او د محصلینو نظم او دسپلین اړوند یې ګډوونکونکو ته اړینې سپارېښتنې وکړې.

د غونډې په جریان کې د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند:

ژورنالونو ته د پوهنتون مقالو لېږلو، د محصلینو د محرومیت او مونوګرافونو دفاع اړوند بحث، د مذاهبو، ادیانو او عقیدې، حدیثو او د علوم حدیث او ښوونیزې پلان ګزارۍ او پالیسی ديپارتمنتونو اېجادولو تأییدي، د علمي چارو معاونیت اړوند د ١٤٠٣ کال دوه ربعو ګزارشونو تأییدي، د نه ګوني پوهنځیو د دویمې ربعې ګزارشونو تأییدي او د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو اړوند بحث او خبرې وشوې چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS