د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال پېژند غونډه!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۱:۱۵
999

دوشنبې ورځ د 18/3/1445 ه.ق چې له 11/7/1402 ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت ته د ښاغلي مولوي حضرت ولي "زبیر" د پېژندنې په مناسبت، چې د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو رئیس او راغلي پلاوي، پوهنتون رئیس، دعلمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو ګډون درلود غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لمړی د لوړو زده کړو، بشري سرچینو رئیس ښاغلي مفتي عبدالکریم“امیري”، ښاغلي مولوي حضرت ولي "زبیر" د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء محترم مقام د حکم په اساس د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او ویې ویل: چې ښاغلی "زبیر" د دیني او علمي استعداد خاوند دی د الله تعالی له درباره ورته په چارو کې کامیابي غوارو او هیله لرو چې د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې هېڅ ډول کوښښونه ونه سپموي. .

وروسته د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث والقران مولوي سید بشیر آغا “هاشمي” د مبارکۍ ترڅنګ له نوي ټاکل شوي مرستیال څخه وغوښتل چې د خپلو تجربو او فکرونو په مرسته د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې له مونږ سره همکار اوسي.

په پای کې ښاغلي مولوي حضرت ولي "زبیر" د ا.ا.ا او لوړو زده‌کړو وزارت مقام له باور څخه په مننې سره وویل: د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت مقام ته ډاډ ورکوم چې هېڅ ډول هڅې به ونه‌ سپموم او کوم مسؤولیت چې راته سپارل شوی په ښه توګه به یې ادا کړم.

په آخر کې غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

BACK TO NEWS