کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د ارواپوهنې پوهنځي استادانو سره غونډه ترسره کړه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۹:۸
54544
شنبې ورځ د ١٣/٥/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٢٨/١/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د ارواپوهنې پوهنځی استادانو سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، اراوپوهنې پوهنځي رئیس او استادانو په ګډون پیل شوه.
لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه له استادانو سره، د وړاندیزونو او نظرونو اورېدلو، په تدریسي چارو کې د ستونزو حل، پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې په پار نیول شوې.
ښاغلي “هاشمي” استادانو ته په ازموینو کې د شفافیت په شتون، په تدریسي چارو کې د ستونزو حل او د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو اړوند اړینې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۱۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي انکشاف مرکز په تالار کې استادانو لپاره" په ښوونیزو سازمانونو کې د ټکر مدیریت او د اختلافاتو حل  " ترسرلیک لاندې دو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي  ورکشاپ پیل شو!

چهارشنبې ورځ ١٧/٣/١٤٤٧ ه.ق چې له ١٩/٦/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د استادانو مسلکي انکشاف آمریت لخوا د استادانو مسلکي انکشاف مرکز په تالار کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا د ارواپوهنې پوهنځي محصلینو ته "د ارواپوهنې مهارتونه په دنده کې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ علمي-ښوونیز سیمینار وړاندې شو! 

 
 سې شنبې ورځ د ۱۶/۳/۱۴۴۷ ه.ق چې له ۱۸/۶/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا د ارواپوهنې پوهنځي محصلینو ته "د ارواپوهنې مهارتونه په دنده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته " د عمومي کتابتون پېژندنې، د ګټې اخیستنې مکانیزم او مطالې ارزښت" ترسرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو! 


 دوشنبې ورځ د ١٥/٣/١٤٤٧ ه.ق چې له ١٧/٦/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته " د عمومي کتابتون پېژندنې، د ګټې اخیستنې مکانیزم او مطالې ارزښت" ترسرلیک. . .

BACK TO NEWS