کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس او محصلانو چارو مرستیال د (۱۴۰۳) کال وروستني سمسټر ازموینو له جریان څخه نظارت وکړ!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۱۹
2dw

شنبې ورځ د ٥/٦/١٤٤٦ ه.ق چې له ١٧/٩/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس او محصلانو چارو مرستیال د ازموینو ښه ترسره کېدلو په پار د مختلفو پوهنځیو د ازموینو له جریان څخه نظارت وکړ.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" د بېلابېلو پوهنځیو د ازموینو له صحنې څخه له نیږدې لیدنه وکړه او د پوهنتون محصلینو ته یې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ډاډ ورکړ.

همدارنګه د پوهنتون رئیس ښاغلي "هاشمي" او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي "وثیق" د نظارت په جریان کې ټولو استادانو ته د ازموینو اخیستلو اړوند د پوره شفافیت د شتونوالي اړوند اړینې سپارښتنې وکړې چې استادانو لخوا د پوره روڼتیا او شفافیت اطمینان ورکړل شو.

د یادلو وړ ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د (١٤٠٣) کال وروستني سمسټر ازموینې د پنجشنبې ورځ په پوره شفافیت او ډاډ منه فضاء کې پیل شوي دي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS