کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دیني -اصلاحي درسونو لړۍ دوام!
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو لپاره د دیني - اصلاحي درسونو لړۍ د لوړو زده کړو وزارت، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ، د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې په همغږۍ په نورمال ډول سره جریان لري.
یکشنبې ورځ د 13/12/1402ه.ش چې له 21/8/1445 ه.ق نېټې سره سمون لري د یادو درسونو په جریان کې د (د اسلام اعتقادي نظام) تر سرلیک لاندې موضوع د شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" له لوري د نوموړي پوهنتون محصلینو ته تدریس شوه.
ښاغلي "هاشمي" د تدریس په جریان کې محصلینو ته د اسلام اعتقادي مسایلو، مسلمانانو مسؤولیتونو او مسلمانانو، کافرانو او فاسقانو تر منځ توپېر اړوند ارزښمندې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د تدریس په پای کې ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د محصلینو سوالونو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.
