د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او (JWL) مؤسسې تر منځ د همکارۍ ناسته

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۹:۳۹
ggg

د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او په کابل کې د (JWL) مؤسسې تر منځ د همکارۍ ناسته د پوهنتون د استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو د علمي کچې د لوړولو په موخه د شپږمیاشتي آنلاین کورسونو د جوړولو لپاره د (JRS) مؤسسې په همکارۍ وشوه. په دې ناسته کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي او د یادې مؤسسې له‌خوا د (JWL) مؤسسې رئیس ښاغلي اوربیل (Orbille) او ښاغلي فهیم ارباب‌خېل ګډون کړی و.

په سر کې د پوهنتون رئیسې د (JWL) مؤسسې رئیس ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو په لړ کې یې د دغې ادارې د نېک او اکاډمیک اقدام مننه وکړه. آغلې یما د یاد پروګرام ملاتړ اعلان کړ او له راغلي پلاوي یې وغوښتل چې د وړتیاوو جوړولو په برخه کې د پوهنتون له بشري ځواک سره ډېره همکاري وکړي. ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشېدي هم خپل نظرونه څرګند کړل او ټینګار یې وکړ چې یاد پروګرام دې د یوه هوکړه ‌لیک پر بنسټ په پوهنتون کې پیل شي. په پای کې د (JWL) مؤسسې رئیس ښاغلي اوربیل (Orbille) هم د موضوع په اړه معلومات وړاندې کړل او د پوهنتون مشرتابه پلاوي ته یې ډاډ ورکړ چې آنلاین کورسونه به له نړیوالو منل‌شویو معیارونو سره سم جوړ او پلي کړي. د دې ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې پر موضوع لا ډېر تمرکز وشي او راتلونکې ناستې ته دواړه لوري خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS