د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه واخیستل شوه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۴:۵۹
877

سې شنبې ورځ ۹/۳/۱۴۰۲ هــــ.ش چې له ۱۱/۱۰/۱۴۴۴ هــ ق. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دري ادبیاتو، انګلیسي ادبیاتو، عمومي ارواپوهنې او عمومي ښوونې او روزنې څانګو کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه د یاد پوهنتون په آی سي ټي (ICT) مرکز کې واخیستل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو همغږۍ چارو څانګې آمر ښاغلي پوهنمل نجیب الله “بیگزاد“ د آزموینې په څرنګوالي خبرې وکړې د استادانو، او څارنې کمېټې څخه یې وغوښتل تر څو د آزموینې بهیر په عادلانه ډول پرمخ یوسي او په دې بهیر کې روڼتیا او امانت په پام کې ونیسي.

همدارنګه، د پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انگلیسي څانګې آمر پوهاند عبدالجلیل “کهدستاني“ هم د آزموینې له شفافیت، امانت دارۍ او نظم ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.

ورپسې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور “واحدي” د آزموینې او سیسټم په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې: “ آزموینه په شفاف ډول د (Online Exam Program (OEP)) له لارې اخیستل کېږي، نوموړی سیسټم پرته له کوم جعل او لاس وهنې خوندي دی، او د آزموینې له پای ته رسېدو سره بې له کوم ځنډ پایلې اعلانوي، استادان، د آزموینې هئیت او ګډونوال نوماندان کولای شي په یو وخت او یو ځای د آزموینې پایلې د کمپیوټر پر مخ وګوري،

د یادونې وړ ده چې د بین المللي (انګليسی) ژبې آزموینه کې د کامیابو نوماندانو مسلکي (تحریري) آزموینه به د راتلونکې سې شنبې ورځ د ۱۶/۳/۱۴۰۲ هــ.ش چي له 17/11/1444 هــ.ق نېټې سره سمون لري د سهار په (۹) بجو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت کې اخیستل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په کوربه توب د جهان خصوصی پوهنتون له لوري «د افغانستان د دوامدار پرمختیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی داخلي کنفرانس پیل شو. 

په دې دوه ورځني کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو او مخابرات او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو مقاماتو، د بېلابېلو ادارو استازو، څېړونکو او د امارتي او خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د استادانو په. . .

BACK TO NEWS