معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ
دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه، مدیریت او منظم سیسټم " اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو، چې پکې د معیاري کتابتون د اصولو او ځانګړتیاوو پېژندنه، د کتابتون اغېزمن مدیریت طریقو تشریح، کتابتون تنظیم او سیسټماتیک کولو نوې لارو پېژندلو او د کتابتونو ظرفیت لوړواي اړوند بحث وشو.
د ورکشاپ پیل کې د څېړنو او علمي مجلو مرستیال خپلو خبرو کې ګډونوالو ته وویل: علمي او اکاډمیک ځایونو کې کتابتون د علم، پوهې او فرهنګي پرمختګ بنسټیز مرکز ګڼل کېږي. د معیاري کتابتون جوړښت، اغېزمن مدیریت او منظم سیسټم د دې لامل کېږي چې د معلوماتو لاسرسی اسانه، چټک او دقیق شي.
ده ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې د پورتنیو اړتیاوو پر بنسټ د کتابتون مسؤلینو له لوري په دې امید دایر شوی، چې تاسو مو په خپلو اړوند کتابتونونو کې له زده کړیو معلوماتو ګټه واخلئ.
دغه ورکشاپ د ډیجیټلي کتابتون مسؤل زینت الله احمدي له لوري وړاندې شو چې د یادو موضوعاتو اړوند معلومات له ګډونوالو سره شریک شول.
د یادونې وړ ده چې وروسته له دې به د عمومي کتابتون مسؤلینو له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونه په سلسله واره توګه نظارت او ارزیابي شي او نږدې راتلونکي کې به د دې کتابتونونو ستونزې حل او د غني کولو لپاره به یې اړین ګامونه پورته شي.
