کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو بامیانو ولایت ته علمي سفر وکړ!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۰:۱۹
123

پنجشنبې ورځ د ٢٦/٧/١٤٠٣ هـ.ش چې له ١٤/٤/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فزیک او تاریخ څانګو محصلینو بامیانو ولایت ته علمي سفر وکړ.

په یاد سیر علمي کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو، محصلانو خدماتو چارو مسؤول او د فزیک او تاریخ څانګو محصلینو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" محصلینو ته د ښه سفر غوښتلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې یې محصلینو ته د بامیانو ولایت تاریخي آثارو د ارزښت اړوند معلومات ورکړل او محصلینو ته یې په راتلوونکې کې د نورو سیر علمي برنامو ترتیب کولو وعده ورکړه، زیاته یې کړه: د یاد سیر علمي هدف او موخه د بامیانو ولایت تاریخي او باستاني آثارو سره د محصلینو بلدتیا ده، کوښښ وکړئ چې له دې سیرعلمي څخه ډک لاسونه بېرته راستانه شئ.

د یادونې وړ ده چې په یاد سیر علمي کې به محصلین د بامیانو ولایت له تاریخي او باستاني برخو او یاد ولایت کې د سولر سیستم پروژو څخه لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

علمي شورا؛ د ادارې د بهبود لپاره رهبري باید له علمي او مسلکي وړتیاوو برخمنه وي! 

دوشنبه-١٤٤٧،١١،٣ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته کې، د ادارې د بهبود او ټاکلو اهدافو ته د رسېدو لپاره په علمي او مسلکي برخه کې د رهبري هیئت د کیفیت لوړاوي پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۵۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پېژندنه!

۶۲کاله تحصیلي مزل

دلته ددې تحصیلي نهاد د علمي، څېړنیزو، اداري او محصلانو چارو اړوند برخو له علمي برنامو، کادرونو، زیربناوو، تشکیلاتو او… خبر شئ! 

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۰
Background image

١٤٠٥ کال کې د نصاب تطبیق او درسي مفرداتو وېش اړوند ورکشاپ ترسره شو! 

شنبه- ١/١١/١٤٤٧ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د پوهنتون نصاب کمېټې غړو ته د کورس پالیسی او درسي موادو مفرداتو اړوند یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو چې د نصاب تطبیق،. . .

BACK TO NEWS