کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د خاتم النبیین خصوصي پوهنتون له مسؤولینو سره لیدنه وکړه!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۰:۳۱
445

یکشنبې ورځ د ٢١/٨/۱۴۴۵ هـــ.ق. چې له ١٣/١٢/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیرآغا "هاشمي" د خاتم النبیین خصوصي پوهنتون له مسؤولینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د خاتم النبیین پوهنتون مسؤولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: ستاسو له راتګ څخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته خوښ یو او له مسؤولینو سره یې د پوهنتون اړونده پوهنځیو، ماسټرۍ برنامو، دوکتورا برنامې او د پوهنتون علمي کادرونو په هکله اړین معلومات شریک کړل.

وروسته، د خاتم النبیین پوهنتون مسؤولینو د یادې غونډې اړوند وویل: زمونږ د راتګ موخه او هدف د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له تجاربو ګټه اخیستل دي او هیله لرو چې راتلونکي کې د دواړو پوهنتونونو تر منځ د دوه ارخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شي.

د غونډې په جریان کې د دواړو خواوو لخوا د هېواد په تحصیلي بنسټونو بحث او خبرې وشوې.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په کوربه توب د جهان خصوصی پوهنتون له لوري «د افغانستان د دوامدار پرمختیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی داخلي کنفرانس پیل شو. 

په دې دوه ورځني کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو او مخابرات او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو مقاماتو، د بېلابېلو ادارو استازو، څېړونکو او د امارتي او خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د استادانو په. . .

BACK TO NEWS