د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کادري بستونو نوماندانو د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینې خبرتیا!

keu_admin
76766

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د انګلیسي څانګې (نارینه)، دري څانګې (نارینه)، عمومي ښوونې او روزنې څانګې (نارینه) او عمومي ارواپوهنې (نارینه) کادري بستونو قدرمنو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي چې، د یادو کادري بستونو د بین المللي (انګلیسي) ژبې آزموینه سې شنبې ورځ د ١٤٠٢/٣/٩هـ.ش چې له ١٤٤٤/١١/١٠ هـ ق نېټې سره سمون لري د سهار په (٩:٠٠) بجو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، د معلوماتي تکنالوژۍ په مرکز کې اخیستل کېږي.

نوماندان دې د آزموینې په ورځ (١٠) دقیقې مخکې د آزموینې ځای ته حاضر شي.

د یادونې وړ ده چې د بین المللي(انګليسی) ژبې آزموینې وروسته د کامیابو نوماندانو مسلکي آزموینه د سې شنبې ورځ د ١٤٤٤/١١/١٧ هــ.ق.نېټه چې له/١٤٠٢/٣/١٦ هــ.ش سره سمون لري د سهار په (٩) بجو په یاد پوهنتون کې اخیستل کېږي.

نوټ: د آزموینې په ورځ د نوماندانو د دقیقې پېژندنې لپاره د اصلي پېژندپاڼې یا پاسپورټ درلودل اړین دي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۳۹
Background image

خبرتیا! 


                                                                                     کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ امریت په پام کې لري، چې د محصلینو د ظرفیت . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

خبرتیا!


د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادان، محصلین او کارکوونکي دې له دې زرین فرصت څخه ګټه واخلي!

#النیل د عربې ژبې زده کړې مرکز د هوکړې له مخې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون درانه استادان، . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۴۰
Background image

خبرتیا! 

خبرتیا! 

 د دوکتورا، فوق لیسانس، فوق بکلوریا او شپنیو برنامو لپاره د نوم لیکنې موده د غویي تر ۳۱مې وغځېده! 

داوطلبان کولی شي یادو برنامو ته د غویي(ثور) میاشتې تر ٣١ مې نېټې پورې له . . .

Back to announcements