کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او فراه د لوړو زده کړو مؤوسسې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

keu_admin
Wed, Nov 13 2024 2:48 PM
1123

چهارشنبې ورځ د ٢٣/٨/١٤٠٣ ه.ش چې له ١١/٥/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او فراه د لوړو زده کړو مؤوسسې ترمنځ په دوه اړخیزو علمي او تحقیقي برخو کې هوکړه لیک د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او فراه د لوړو زده کړو مؤوسسې رئیس ښاغلي مو/لوي سمیع الله"حقا/ني" ترمنځ لاسلیک شو.

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد هوکړه لیک اړوند خوښي څرګنده کړه، او د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړه لیک په تطبیق کولو یې تأکید وکړ، زیاته یې کړه، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د هېواد په سطحه یو اکاډمیک پوهنتون دی چې مسلکي ښوونکي ټولنې ته وړاندې کوي او د دې هوکړه لیک په تطبیق به په علمي برخه کې د دواړو خواوو ستونزې حل او د هېواد پرمختګ لپاره به دواړه خواووې خدمت وکړي.

یاد هوکړه لیک چې په شپږو(٦)مادو کې ترتیب او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او فراه د لوړو زده کړو مؤوسسې ترمنځ په علمي او تحقیقي برخو کې د (سیمینارونو او ورکشاپونو دایرولو، ظرفیت لوړاوي، ژورنالونو کې د مقالو چاپولو، علمي مجلو کې د تحقیقي آثارو چاپ، سیر علمي برنامو برابرولو، له یو بل سره د کارونو او فعالیتونو ګزارشونو شریکولو او نورو برخو کې د دوه اړخیزو ګډه همکاريو)اړوند لاسلیک شو.

یاده غونډه د هوکړه لیک په لاسلیک او دعایې ویلو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS